د حامدکرزي اعلامیه له غبرګون سره مخ ده

comments 0

هندوکش – کابل: مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دغه جرګه بې ګټې ده او نه شي کولی د سولې برخه کې د باور فضا رامنځته کړي.
د کرزي دا خبرې ځکه له غبرګون سره مخ دي چې لومړیو کې یې د جرګې هر کلی کړی و او ډير کله یې د جرګې د رابللو غوښتنه کوله.
حامد کرزی داسې مهال د مشورتي لویې جرګې د ځنډولو غوښتنه کوي چې حکومت غواړي سبا ته یې پیل کړي.
کرزی اندېښنه لري چې دغه جرګه د سولې خبرو د روان بهیر د ځنډ او خنډ لامل نه شي.
د کرزي پر فېسبوکپاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د راتلونکي جرګې په تړاو په خپله حکومت کې دننه او په ملي کچه اجماع نه شته ځکه یې دی ګټوره نه بولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments