د جګړې لپاره هیڅ جواز نه دی پاتې/ بریالې ویاړ

comments 0

هسې هم دې وروستیو کلونو کې دیني علماوو په کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان کې په ډاګه د افغانستان جګړه فساد یاده کړه او د دې جګړې لپاره یې هر جواز باطل او د جګړې بشري قوه یې مردوده ګڼله.
خو له دې سره ـ سره بیا هم طالبانو د اشغال ترنامه لاندې جګړې دوام ورکو او خپل جنګیالي یې په دې تېر ویستل چې دا جهاد دی او تر هغې چې بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش نه وي اعلان کړی د دوی جګړه به دوام پیدا کړي.
اوس چې له امریکا سره هوکړه وشوه، بهرني ځواکونه به د هوکړې په اساس ۱۴ میاشتو کې وځی، نو تر دې وروسته هر ډز د افغانانو پر ناموس ډز دی او بې ناموسه کس بیا پر افغانانو او افغان ځواکونو وسله اړوي.
طالبان له وخته ویلي و چې د دوی مبارزه د واک لپاره نه ده او یواځې د دې لپاره چې بهرني خواکونه له افغانستان ووځي، دوی به جګړه نه کوي، خو که تر دې وروسته هم جګړه وکړي، په دې کې به شک پاتې نه شي دا د پاکستان ملیشې دي او هر هغه کار کوي چې پنجاب یې دستور ورکړي.
نور خو هسې هم د افغانستان اوسنی حکومت چې اساسي قانون يې اسلامي دی او رسمي دين د دې هېواد اسلام دی.
په محاکمو کې يې پرېکړې د حنفي پرېکړې په اساس کېږي.،جمهور رئيس يې مسلمان دی، کابينه يې مسلمانه ده. د ديني مراسمو، مساجدو، مدرسو، ملا امامانو او ديني علماوو د تمويل او حمايې لپاره هر کال په سوونه مليونه بوديجه مصرفوي.
نو اوسنې حکومت او نظام پر خلاف يې جګړه هيڅ ډول شرعي جواز نلري. که په نهايت کې ډېر بد شي، ډېر بد او بيخي بدبينانه او افراطي نظر يې په اړه ورکړل شي، نو فاسق او فاجر حکومت ورته ويلی شي.
خو په شرعي لحاظ د يوه فاسق او فاجر حکومت پرخلاف وسله واله جګړه ناروا ده، دغسې جنګيالي باغيان ګڼل کېږي، مرګ يې حکومت ته روا ده.
اوس د دیني علماوو مسوولیت جوړیږي چې په دې تړاو خپل نظر په واضح ډول ووايي او هغه څه چې اسلام یې وړاندې کوي، تر خلکو ورسوي.
تراوسه خو دینی عالمان له دې ډاریدل چې ګنې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور دی او پلمه د جګړې لپاره وه، خو اوس چې دا هر څه حل شول، بیا د جګړې پلمه څه ده.
که څه هم د هوکړې له مخې طالبان اړ دي چې ځینې موارد ومني، خو له دې سره سره هڅه کوي خپلو وسله والو ته ځانونه اتلان معرفي کړي او دا یوه فتحه بولي، خو په اصل کې هر څه په هوکړه کې واضح دي، هر څه په مشروط ډول دي او طالبانو هم ځان ته وړو پوزه کیښوده.
هره جنګي ډله مکلفه ده چي د خپلي ماضي په اړه قهرمانانه او مقدس روایت وړاندي کړي ترڅو د خپلي بقا کوښښ ته دوام ورکړي. دا یو تاریخي دود دی. تر هغو چي جنګ وي، د تقدس روایت به یې هم موجود وي. ځیني به په ویاړي، ځیني لعنت پر وايي.
د تېرو څلوېښتو کلونو د قهرمانانو وضعیت او د قهرمانۍ معیارونو ته په کتو سره، د طالب قهرمانۍ ته هیڅ اندېښنه نه ده په کار.
لکه نن د چي د شوروي پر ضد د جهاد اصلي هدف هیلري کلنټن، جنرال حمید ګل او مولانا فضل الرحمن بیانوي، هغه ورځ هم لیري نه ده چي د طالب د جهاد په اړه به همداشان اعترافات لولو.
ډېر ژر به د پاکستاني جنرالانو د خاطراتو کتابونه ولولئ چي طالبان به پکي د خپل اټوم بم حافظین او د خپل ارضي تمامیت سپاهیان یاد کړي.
هغه مهال به طالب خړي سترګي نیولي وي.

هغه څه چي موږ ته د دې هیواد د اوسېدونکي په توګه مهم دي، د راتلونکي په اړه فکر او تعهد دی.
تاسي چي څه ډول وطن غواړئ، هماغه ته کار وکړئ.
جنایتکار باید بې اهمیته کړو او له هغه نفرت دا مانا ونه لري چي صحنه هغوی ته ورپرېږدو.

Comments