هندوکش – جوزجان: د جوزجان د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي داعش ډلې درزآب او قوش تپه ولسوالیو کې د واکسين د تطبیق مخه نیسي.
د عامه روغتیا ریس فریدون حبیب وویل چې، قوش تپه او درزآب کې دداعش ډلې دغې کړنې له امله ۲۵ زره ماشومان د واکسین له پروسې بی برخې شوي دي.
یاده دي وي چې دوه هفتې مخکې داعش ډلې د واکسین هغې بستې چې قوش تپه او درزاب ته رالیږل کیده هم ور اور لږولې وو.
د جوزجان والي خبره تاییدوي خو وایې چې هڅه داده ترڅو مخورو او سپین ږیرو نه په استفاده دغې لړې یادو ولسوالیو کې بیرته پیل کړو.
نجیبه سروری
د جوزجان دوو ولسوالیو کې داعش ډلې د واکسین پروسې مخنیوې وکړ

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.