د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د طالبانو ځای پر ځای شوي ماینونه د ملکي وګړو ژوند اخلي

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي چې طالبانو د جوزجان – بلخ د لویې لارې ځینې برخې د ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره نیولې دي.
د دوی په وینا، پدې میاشت کې د ماینونو چاودنې او د طالبانو لخوا د عامه تاسیساتو ویجاړتیا په بې ساري ډول زیاته شوې، او دا ډله هڅه کوي د ماینونو په ښخولو سره د دې لارې په اوږدو کې ځینې پوستې او قرارګاوې له منځه یوسي.
د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال امرالدین دانشجو وویل چې په دې وروستیو کې طالبانو د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د ماینونو په ایښودلو سره په نښه شوي ټرکونه ځای پر ځای کړي وو. د هغه په وینا ، دې ډلې د ماین په چاودنه سره د لویې لارې ځینې برخې ویجاړې کړې ، او مسافر د ولرانو په ویره کې پدې لاره کې سفر کوي.
ښاغلي دانشجو د دغه وضعیت دوام د جوزجان ، سرپل او فاریاب ولایتونو د مسافرینو لپاره ناورینناک او خطرناک وباله چې د دې لارې په اوږدو کې سفر کوي.
اخوا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د جوزجان – بلخ لویه لاره د دې ډلې لخوا په قصدي ډول نده ویجاړه شوې. د هغه په وینا، دې ډلې په لویه لار د ماینونو په خښولو سره امنیتي ځواکونو په نښه کړي ، چې دغه لویه لاره یې هم ویجاړه کړې.
عاطفه مصمم

Comments