د جهاد او تکفير د فتواوو صلاحيت له حکومتونو سره دی نه له ترهګرو ډلو سره

comments 0

هندوکش ـ قاهره: د مصر مفتي اعظم په خپلو نویو څرګندونو کې ويلي دي چې د جهاد او چا د تکفير صلاحیت حکومت او رسمي محاکم لري نه ترهګرې ډلې.

د مصر د الازهر پوهنتون ستر مفتي ډاکټر شوقي ابراهيم دا خبرې د ترهګرو د ملاتړي هیواد پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې کړي دي.

په پاکستان کې د پاکستان پیغام او ترهګرۍ تر عنوان لاندې ناسته جوړه شوې وه.

یادې خبرې په داسې حال کې شوي دي چې د ترهګرو خصوصا طالبانو، حقاني شبکې، داعش او القاعدې مراکز په پاکستان کې دي او پاکستاني ملايان له پاکستان پرته په نوره نړۍ کې هر ډول افراطيت ته د مشروعيت فتواوې ورکوي.

ډاکتر ابراهيم ويلي چې په اسلام کې سخت دريځي، ترهګري او مسلمان ته د کافر ويلو په اړه سخت ممانعت راغلى دى.

هغه زياته کړه چې داعش له اسلام څخه لرې او ناخبره ډله ده او د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.

د مصر د الازهر پوهنتون دغه ستر مفتي ويلي: «يواځې تکړه ديني عالمان د اسلامي احکامو په اړه د فتوا ورکولو واک لري، هغه علماء چې څو کتابونه يې لوستى وي، دا حق نه لري.»

ډاکټر ابراهيم وايي، د هغو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه په کار ده چې مشرتابه يې دولتونه نه مني.

د نوموړي په وينا، د مصر حکومت هم پر يوه داسې ملي دريځ کار کوي چې د دغه هېواد ټول جيد علماء به پرې لاسليک وکړي.

بلخوا لومړی ځل يو پاکستاني عالم هم ويلي دي چې د حکومتونو پر ضد ولاړې ډلې باغيان دي.

دوی يادې خبرې په داسې حال کې کړي دي چې تر دې مخکې پاکستاني ملايانو په افغانستان کې هر وحشت ته د مشروعيت فتوا ورکړې وه.

Comments