د جنبش ګوند پلویانو د فاریاب ولایت مقام وسوځو

comments 0

هندوکش – فاریاب: فاریاب کې د جنبش ګوند خپل سرو وسله والو ولایت ودانۍ او نورو دولتي وسایلو ته اور ورکړ.
د جنبش ګوند خپل سرو وسله والو نن سهار لومړی د لاریون په پلمه د ملي ا منیت او ولایت پر ودانۍ هجوم ور وړ چې د امنیتي ځواکونو د مخنیوي په صورت کې یې وسله وال بریدونه وکړل او د ولایت ودانۍ ته یې اور ورکړ او هلته دولتي موټرونه یې هم وسوځول.
د جنبش ګوند اړوند وسله والو هڅه کوله چې د فاریاب ملي امنیت او ولایت ودانیو ته ننوځي.
وروسته له هغې چې فاریاب کې د جنبش ګوند سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له لوري ونیول شو، فاریاب کې ددغه ګوند وسله والو خپل سرو لاریونونه پیل کړل.
د جنبش ګوند پر سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري تور دی چې افغان سرتیري یې په مرګ ګواښلي او د لوړ پوړو پوځي چارواکو سپکاوی یې کړی .
عاطفه مصمم

Comments