د جنبش رستاخیز تر نامه لاریون کوونکو ته د کابل ګارنیزیون خبرتیا!

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل ګارنیزیون د جنبش رستاخیر تر نامه لاندې لاریون کوونکو ته خبرتیا ورکړې
چې جمهوری ریاست ماڼې او وزیر محمد اکبر خان ته نژدې لاریون ونکړي.
د جنبش روشنایي تر نامه لاندې کوم لاریون چې نن پیل شوې لاره اچوونکي وایي چې تر هغه به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي چې د هغوي غوښتنې ونه منل شي.
د کابل ګارنیزیون نه په خپور شوي اعلامیې کې راغلي دي چې :« له تنظیم کوونکو غواړو ترڅو د اجتماعاتو، اعتصابونو او مظاهرو اتمه ماده دې په پام کې ونیسي او هغو ځایونو ته لکه ولسمشرې ماڼې ته نژدې، دیپلوماتیک ځایونه، پوځي تاسیساتو، روغتونونه، ښوونځي، او داسې نورو ځایونو ته د ننوتو مخنیوي وکړي ».
اعلامیه اضافه کوي چې د لاریون تنظیم کوونکې دې باید لاریون نه مخکې اومې مادې پر بنسټ امنیتي ځواکونو سره همغږي ترسره کړي ترڅو وکولاې شو ښه امنیت تینګ کړو.
کابل ګارنیزیون ویلي: شته تهدیداتو له امله له لاریونوالو غواړو چې لاریون نه مخکې مونږ سره خپلې برنامې شریکې کړي ترڅو وکولاې شو ښه امنیت تینګ کړو.
ګارنیزون زیاته کړې که چیرې مونږ سره د لاریون تنظیم کوونکي همکاري ونکړي نو ګارنیزیون ته به مسوول وي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply