د جمهوریت پر ارزښتونو د اروپايي ټولنې ټینګار او له طالبانو د اوربند غوښتنه

comments 0

هندوکش ــ اروپا: د افغان سولې لپاره د اروپايي ټولنې او د کاناډا د ماموریت مشرانو پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو او ملګرو ملتونو غوښتنې ته درناوی ولري او له کوم شرط او قید پرته ټول اړخیز او عمومي اوربند وکړي.
دغې ټولنې د سولې غږ کړی چې له اوسني تاریخي چانس استفاده وشي او د افغانانو خپلمنځي خبرې وشي.
د دې ترڅنګ یې د مرستې هوډ بیا څرګند کړی او افغانستان کې یې ولسوالۍ، عدالت د ښځو او بشري حقونو ته یې ژمنتیا خپل شرطونه بللي دي.
“د افغانستان حق کېږي چې تلپاتې او په عدالت ولاړې او ټول ګډې سولې ته ورسېږي. ”
د دوی په اعلامیه له ټولو سیاسي ځواکونو غوښتنه شوې چې له تاریخي موقع استفاده وکړي او تر لا ډېر ځنډ وړاندې نېغې خبرې پیل کړي.
“د دې کار لپاره اړینه ده دواړه خواووې خپلمنځي باور رامنځ ته کړي. همدارنګه د ښځو په ګډون د افغان ټولنې ټول پاړکي د سولې بهیر کې شامل شي. ”
دې ټولنې د سولې هڅو لپاره ټول ګامونه ستایلي، خو د افغان حکومت له خوا د پنځو زرو بندیانو خوشي کول ډېر ستایلي او وايي، دا یې مستقیم مکلفیت نه و چې خوشي یې کړي.
اروپايي ټولنې څو میاشتې مخکې هم افغانستان کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د خوندي کولو په شرط د مالي او سیاسي ملاتړ د دوام ترڅنګ ویلي و چې د سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوي چې پایله یې تلپاتې سوله او پخلاینه ويي.
اوس یې بیا ټینګار کوي چې باید دا سوله هغه لاسته راوړنې وساتي چې تېرو ۱۹ کلونو کې د انساني حقونو او ولسواکۍ برخه کې ترلاسه شوي دي.
اعلامیه کې د ښځو پر حقونو او د خبرو اترو ټولو برخو کې د هغوی په ګډون ټینګار شوی دی.
د اروپايي ټولنې پلاوي د سږنۍ مۍ د دې ټولنې د ۲۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر هغه پرېکړه تینګار کړی چې له افغانانو سره د تلپاتې سولې لټون کې مرسته کوي او پورتني ارزښتونه به د سیاسي، ډیپلوماټیک او مالي مرستې د دوام لارښود شرطونه وي.
محمد حنیف بیدار

Comments