جمهوري ریاست: د ناکامورا د مړي ویر به د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې وشي

comments 0

هندوکش ــ کابل: وسله والو د تیرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د ناکامورا پر موټر برید وکړ، په دې حمله کې دی ټپي شو او بیا یې ساه ورکړه.
تمه ده چې نن د ( پي ایم ایس) جاپانۍ خیریه مووسې د مشر تیستو ناکامورا جسد خپل هیواد ته انتقال شي.
د ناکامورا میرمن او لور د همدې لپاره کابل ته راغلې دي.
دوی تیره شپه له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان له لومړۍ میرمن رولا غني سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې جمهوررییس غني ویلي دي چې د ناکامورا د مړي ویر به د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې وشي.
افغان ولسمشر زیاته کړه چې په ننګرهار او کونړ کې به د ناکامورا پروژې د ده په نوم شي.
ناپیژانده وسله والو د تیرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د ناکامورا پر موتر برید وکړ، په دې حمله کې دی ټپي شو او بیا یې ساه ورکړه.
ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې په تیرو شاوخوا دوو لسیزو کې د کرهڼې په ګډون یوشمیر اغیزمنې پروژې ترسره کړې دي.
عبید رادپور

Comments