د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

comments 0

هندوکش ـ کابل: د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډه نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د وسله وال پوځ لیکو ته د جلب او جذب په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره د یوځای کېدو په موخه د هیوادوالو د لېوالتیا قدرداني وکړه وې ویل، دغه پروسه باید چټکه شي.
همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز په اړه د دغه سکتور مسوولینو خپل راپور وړاندې کړ او یادو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز په اړه عاجل اقدامات وکړي.
د غونډې په پای کې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو او اړوندو مسوولینو ته د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Comments