د جلال الدین حقاني د مرموز مرګ کيسه ولې تازه شوه؟«څيړنیز راپور»

comments 0

هندوکش ـ کابل: د طالبانو وياند درې کاله وروسته د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني د وژل کيدو خبره رسما تاييد کړه خو افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې درې کاله مخکې لا ويلي وو چې حقاني وژل شوی دی.
یاد خبر له تايید سره سم ځکه په رسنیو کې د افغان ولس د خندي وړ وګرځيد چې يو لوري ته طالبانو یو وار بیا تاریخي دروغ تکرار کړاو بل لوري ته ډير په دې نظر دي چې تر وروستۍ سلګۍ غلامي همدې ته وايي چې ځواني هم له پاکستانه ځار کړې او مړ هم هلته شې.
شنونکي په دې نظر دي چې پر پاکستان د امریکا د فشارونو له ډيریدا سره سم د حقاني د مرګ تاييد او بیا په همدې مهال اسلام آباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر راتګ ددې ښودنه کوي چې پاکستان غواړي درې کاله مخکې په مرموز ډول وژل شوی حقاني امریکا ته ډالۍ ورکړي خو دوی ټينګار کوي چې وژل وشی حقاني نه بلکه امریکا ته هغه ترکيب ډير مهم دی چې پاکستان په آسلام آباد کې ورته پاخه او عصري کورونه او په قبايلي سیمو کې سلګونو روزنیز مرکزونه ورکړي دي.
دوی وايي:« پاکستان تر سخت فشار لاندې دی، درې سوه ميليونه ډالره مرسته يي له لاسه ورکړه، د مالي راکړو ورکړو په خړليست کې ور ډير شو، ځينې افراد يي له بندیزونه سره مخ شول نو دوی ته خو په داسې سخت حالت کې يو څه کول په کار دي کنه؟ امریکا ته هم اوس مړه او يا د مرګ پر بستر طالب مشران نور مهم نه دي ځکه که حقاني لږ تکیه وی، ملاعمر د طالبانو مشر وی افغان وژنه به د پنجاب په امره روانه وی خو له روسانو سره نه يو ځای کيدل او پر ایران نه پلورل کيدل خو د طالبانو نوی نسل له هيڅ ډول غلامی او اجرتي قتل او قتاله مخ نه اړوي ډاريږو داسې نه دوی د سیمې نورو متخاصمو هیوادونو ته د مليشو په رول کې را ظاهرې شي.»
ځينې نور شنونکي بیا وایي چې دحقاني شبکې په منځ کې هم په وروستیو کې خپل منځي ستونزې ځکه ډيرې شوي دي چې په مدارسو کې ددې شبکې مهم مشران د حقاني شبکې په نوم جذب شوي کسان په پاکستان کې په پوځي مرکزونو کې تر پوځي او ذهني روزنې وروسته افغانستان ته د داعش په نوم ليږل کيږي.
دوی د روسانو او طالبانو وروستۍ هوکړې او دفراه په ګډون په لويديځه حوزه کې د اوبو د مدیريت دمخنيوي لپاره د ایران له لوري د طالبانو کارول د ستونزو د ډيريدا او شرم لامل بولي.
شنونکي وايي:« طالبان اوس له ايډيولوژيک او ديني پلوه نوراعتبار نلري، په افغانستان کې ذهنيت دادی چې طالبان د يوې اجیرې ډلې په توګه روسانو، ایران، پاکستان او بل هر هیواد ته چې دوی ته پيسې ورکړي خوش خدمتي کوي،له روسانو سره د طالبانو خصوصا حقاني شبکې نيږدې کيدو او پر يو شمېر ولايتونو په وروستیو کې د پاکستان په خوښه د دوی له ډله ایزو بريدونو خو داسې ښکاري چې دوی اوس پوی شوي چې نور دلته د جهاد او يا اشغال هغه طالباني ماهيت چې يو وخت به خلک په مينه ورته راتلل نوره خپله مانا له لاسه ورکړې.»
بلخوا ځينې شنونکي بیا په دې نظر دي چې حقاني مړ نه شو بلکه وژل شوی وو:« موږ په دقيق ډول خبر یو چې درې کاله پخوا حقاني په مرموز ډول له ستوني ونیول شو او د ملاعمر په برخلیک اخته شو، د پاکستان موخه له دې کاره دا وه چې د طالبانو پخواني مشران چې لږ تر لږه په افغانستان کې د طالبانو د قوت په فکر کې دي له منځه يوسي، مشرتابه ځوان نسل ته وسپاري او بیا په افغانستان کې د داعش ډرامه پياوړي کړي خو تدريجي ګورو چې ددې کارونو پايله هم برعکس شوه نو ځکه خو کله کله پاکستان د داعش په ځپنه کې جدي شي او کله يي په پياوړتيا کې چې د پياوړتيا ښه بیلګه يي د حقاني شبکې په روزنیزو مرکزونوکې د داعشي ځانمرګو روزنه ده او د له منځه وړو لپاره يي د طالبانو په شمول د آی اس آی د مليشو لشکر اسلام ډلې لپاره د امکاناتو برابرول دي.»
افغانان هم په دې نظر دي چې په مرموز ډول د وژل شوي حقاني د مرګ د تاييد خبر ځکه نشي منلی چې يو خو طالبانو تاريخي دروغ ويلي دي:« د دوی مشر ملاعمر درې کاله مخکې وژل شوی وو خو تاييد يي درې کاله وروسته تر هغه وشو چې افغان حکومت دا خبره افشا کړه، اوس د حقاني کيسه هم ځکه ورته ده چې نه يي مړی چا لیدلی، نه يي هدیره معلومه ده او نه داسې بې پري څوک شته چې ددې سړي جنازې ته دې ورغلی وي.»
دوی وايي:« عادي طالب مړ وي سل موټرسايکلو يی مړی پسې اخیستی وي، ترانې وي، بیرغونه وي، ويديوګانې او فوټوشاپ شوي انځورونه وي خو برعکس د طالبانو دوهمه درجه مشر دې مړ شوی وي يوازې د طالب وياند په تاييد دې بسنه وشي؟ عجیبه نه ده؟»
په ورته وخت کې ډير افغانان په دې خوښ دي چې باالاخره د زرګونو افغانانو قاتل هم مرګ اوالهي حساب کتاب ته ورغاړې ووت، اوس به په افغانستان کې د کړو وحشتونو حساب خامخا ورکړي او نورو ته چې له ده پاتې دي په کار دي چې له مرګه عبرت واخلي او نور پر افغان ولس ترحم وکړي.»
بلخوا افغان حکومت هم په بار بار ويلي دي چې دوی ته عمر خوړلی او د مرګ په بستر پروت يا وژل شوی حقاني نه بلکه دده زامن« سراج الدين حقاني، عزيز حقاني،ورور يي خليل حقاني،عزيز حقاني او ابراهيم حقاني هدف دي چې پاکستان يي يا باید و وژني او يا يي تر نیول کيدو وروسته افغان حکومت ته وسپاري.»
دوی وايي:« کاش دا تاييد شي چې حقاني تر درې کلن اوږده ځنکدن وروسته ایله بیله پرون يا ها بل پرون ومړ، په دې سره خو به افغان ولس دا درک کړي چې دلته د کونډو، رنډو او تيمانو ساندو تاریخ ته شرمنده حقاني دنيوي شرمنده هم کړ، بله مهمه خبره خو به دا شي چې دا درې کاله په مرګوني حالت کې پروت حقاني پرون پر حقانی شبکه کوم اغیز کړی وو چې نن به يي وکړي، دا کار به نور هم د افغان دولت حقانيت نړۍ ته ثابت کړي.»
ياده دې وي چې حقاني په داسې حال کې مري او يا يي د مرګ د خبر تاييد کيږي چې دده په شان دده د ډيرو نورو هم فکره ملګرو په لاس څلور لسيزې مخکې د وحشت په بل شوي اور کې لا هم په يو او بل نوم افغانان وژل کيږي، افغانستان ورانيږي او افغان بچي يتميان کيږي، خو له دې ټولو سره سره د حقاني په شان د ډيرو د مرګ، د غزني په شان د آبادو ښارونو سوځول او د نورو ظلمونو په تړاو تاریخ هم قضاوت کونکی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments