د جلال اباد ښار امنیت ملي اردو ته وسپارل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې له پرلپسې بریدونو وروسته ولایت مقام په یوه بیړنۍ نظامي غونډه کې پریکړه وکړه چې د جلال اباد ښار امنیت له دې وروسته د پولیسو پرځای د ملي اردو ځواکونه ساتي.
په پولیسو تور و چې په خپلو دندو کې بې غوري کوي او له همدې بې غورۍ وسله والې ډلې ګټه اخلي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ډاډ ښودلی چې ملي اردو ته د ښار د امنیت له سپارلو سره به وضعیت کې بهبود راشي.
له دې سره ځینو سرچینو ویلي چې ممکن د ټولو لویو ښارونو امنیت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شي، خو افغان حکومت په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments