د جلال اباد برید یوناما غندلی

comments 0

1850 Views

هندوکش – کابل: د یوناما په ګډون سعودي عربستان او ایران په جلال اباد کې د تېرې ورځې برید وغانده.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه شان بریدونه به د سولې لپاره د خلکو اراده کمزوری نه کړي.
سعودي عربستان بیا غمرازي شریکه کړې او له افغان حکومته یې ملاتړ اعلان کړی دی.
ایران بیا ویلي چې ترهګرو بیا ونشو کولای د خلکو خوشحالي وزغمي او ثابته یې کړه چې حضور یې د ترهګریزو بریدونو لپاره دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments