د جلال آباد ښار چاودنې مالي او ځاني زیان اړولې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، نن سهار نهه بجې د جلال اباد ښار کامران پلازه کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې تر دا مهاله د شپږ کسان ژوبل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې،  په دې پښه کې شپږ کسه ژوبل شوي او  روغتون ته وړل شوي دي هغه زیاتوي چې د انفجار نوعیت ځاپرځای شوی ماین وو او چاودنه يې کړې.

ماین د یوې معاینه خانې سره ځای پرځای شوی وو او نن سهار نهه بجې يې چاودنه کړې.

تردامهاله د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري زیاته مرګ ژوبله ملکیانو ته رسیږي تیره ورځ هم ننګرهار کې عملیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده وه، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كې د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خبریال ډاټ کام ته ځايي اوسېدونکو ویلي، په دغو عملياتو كې پنځه شهیدان شوي او درې نور ټپي شوي كسان ټول ملکي وګړي دي.

تردې مهاله د پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دې اخیستې.

فرهاد شهراني

Comments