د جلال آباد ښار ترهګریز برید سکانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

125 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ښار کې د تیره ورځني برید په ترڅ کې د هندي سکانو یولس کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار پولیسو قوماندان، غلام سنایي ستانکزي ویلي، ځانمرګي بریدګر د سکانو موټر هغه مهال په نښه کړ چې دوی د ولایت مقام ته د ولسمشر غني لیدلو ته ورتلل.
په دغه برید کې ولسي جرګې ته د سکانو یوازینی نوماند، اوتار سنګ خالصه هم وژل شوی دی.
هند پر سکانو برید غندلی او له وسله والو سره په مبارزه کې یې د یو موټي کېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د هند د سفارت په ټوټیټر پاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او زیاته کړې یې ده ، موږ دغه برید په سختو ټکو غندو، د وسله والو پر وړاندې باید نړیواله ټولنه یو موټی شي.
پر سکانو د تېرې ورځې برید کې شل کسان وژل شوي او له شلو زیات ټپیان شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments