د جغتو ولسوالۍ بیرته ونیول شوه

comments 0

232 Views

هندوکش – غزنی: طالبانو تیره شپه د څو ساعتونو لپاره د غزني جغتو ولسوالۍ امنیه قومانداني په خپل تصرف کې درلوده.
د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي، طالبانو تیره شپه همهاله په جغتو، اندړو، ګېرو او ده یک ولسوالیو بریدونه وکړل.
د غزني ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، تیره شپه شاوخوا یوه بجه طالبانو پر جغتو ولسوالۍ برید وکړ چې د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ودانۍ په واک کې وه.
فقیري وايي، دغه نښته کې شپږ سرتیري وژل شوي، یو ټانګ، د پولیسو یو رینجر موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
له بل لوري د زنخان ولسوال محمد ضیا یعقوبي منلې چې په دې ولسوالۍ کې د پولیسو درې پوستې سقوط شوي .
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments