د جرګې لپاره چټک چمتووالی روان دی

comments 0

هندوکش – کابل: کابینې له مسوولو ادارو غوښتي چې د لوی مشورتي جرګې د جوړیدو له کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي چې دا جرګه په بریالۍ توګه ترسره شي.
د جرګې د جوړیدو کمېسیون کابینې ته د جرګې د چمتووالي راپور ورکړی او هغه ستونزې چې د جرګې د جوړیدو پروړاندې شته کابینې سره شریکې کړي دي.
ټاکل شوې لویه مشورتې جرګه اته ورځې وروسته کابل کې جوړه شي چې د ټولو ولایتونو څخه بیلابیل قشرونه به پکې ګډون وکړي.
دا جرګه به د سولې په تړاو ولسمشر ته مشورې ورکړي چې څنګه کیدای شي دا پروسه بریالۍ کړي.
جرګه د غوایي یا ثور په نهمه نیټه ترسره کیږي چې کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments