د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي

comments 0

هندوکش – امریکا: د جرمونو نړیواله محکمه د بهرنیو ځواکونو، افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو له لوري د شوو جنګي جنایتونو څېړنې ته ادامه ورکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه به خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي او دغه لړۍ به نه دروي.
تر دې وړاندې د امریکا د مخالفت له امله د جرمونو نړیواله محکمه اړ شوې وه چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنه وځنډوي.
اوس تازه دغه محکمې ویلي دوی پرېکړه کړې چې بېرته به د جرمونو د څېړنې لړۍ پیلېږي او دوی به په دې برخه کې خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي سره له دې چې امریکا ددغه جنګي جنایتونو یو لوری دی خو ددغه هېواد له مخالفت سره سره به دوی خپلې څېړنې کوي.
فکور نعیمی

Comments