د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېستل شو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر غني پروان کې نن سهار د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن سهار د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست.
دغه ۲۲.۴۸ کیلومتره اوږد سرک د اسیا پراختیایي بانک په مالي لګښت په اساسي ډول قیر شوی.
خبرپاڼه لیکي د دې ترڅنګ ولسمشر غني به د پروان ولایت له دیني عالمانو، ځوانانو، ښځو، سوداګریزې ټولنې، قومي مشرانو، ښوونکو، ولایتي شورا، مدني ټولنې او له سیمه ییزو چارواکو سره لیده کاته ولري.
سرچینه : خبریال

Comments