د جاغوري او مالستان غږ/ نوید احمد څرک

comments 0

وروسته له هغې چې طالبانو د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو باندې بریدونه پیل کړل، ورسره یو ځای ځینو جاسوسو شبکو او جاسوسانو غږ پورته کړ چې ګنې دا جګړه قومي ده او غواړي، هزاره ګان وځپي.
له دې سره یو ځای کابل کې هزاره ګان د جاغوري او مالستان ولسوالیو په ملاتړ خلک راپورته شول او مدني حرکت یې پیل کړ.
دا حرکت تېره شپه پيل شوی او اوس هم دوام لري، چې افغان ځواکونو یې امنیت نیولی دی.
په ټوله کې دا حرکت د دې لپاره ښه دی چې د طالبانو پرضد راپورته شوي او له ځینو سره په توپير باور لري چې ترهګرو یې په سیمو بریدونه کړي او په دې سره غواړي امن سیمو کې ګواښونه رامنځ ته کړي.
دا لاریون هم د هغوی پر مخ کلکه څپيړه ده چې جګړې ته قومي رنګ ورکوي او غواړي په دې سره د افغانانویووالی له منځه یوسي.
جاغوري او مالستان هم لکه د هېواد د نورو ولسوالیو په څېر حق لري چې امن کې ژوند وکړي او افغان ځواکونه مسوولیت لري چې ګواښونه له منځه یوسي.
افغان کمانډو ځواکونه د نورو ځواکونو په همغږي سیمې ته رسیدلي او ژر ده چې سیمه کې لوی ګواښونه له منځه یوسي.
په دې ورځو او داسې وخت کې اړتیا ده چې یووالي ته کار وشي او پرنږدي چې جاسوسي شبکې په یو او بل نوم باندې لا ډير خلک وپاروي او جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.
بهرني استخباراتو تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د جګړو تر څنګ جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړی او په دې سره ولسونه خپل منځو کې سره په جګړه واړوي.
خو افغان ځواکونو او افغان حکومت تل دا ډول دسیسې شنډې کړي او په دې نه دي بریالي شوي چې موخې ته ورسیږي.
داسې حساسو شرایطو کې پکار ده چې افغانان سره یووالی وساتي او ټولې هغه دسیسې شنډې کړي چې کلونه پرې افغان دښمنه کړۍ هڅه کوي، خو موخې ته نه رسیږي.

Comments