د تېر کال په پرتله دا جون د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه

comments 0

هندوکش – کابل: د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د جګړې له کبله۵۱۳ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي، په دغه مرګ ژوبله کې ۱۸۳ کسان شهیدان او ۳۳۷ نور ټپیان شوي دي.
خو د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې بیا د افغانستان یواځې په ۱۶ ولایتونو کې ۱۰۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. چې د ۲۰۱۸ جون میاشتې په پرتله نیم په نیمه ټیت والی ښه يي.
د عدالت غوښتنې ګروپ وایي، په تيره جون میاشت د کوچني اختر په ورځو کې اوربند اعلان شوی و چې د افغانستان په نیږدې ټولو ولایتونو کې ارامي وه.
یواځې ننګرهار د داعش جنګیالو د ځانمرګو بریدونو شاهد و چې په ترڅ کې يې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
که څه هم په روانو حالاتو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقي شمېرې را ټول اسانه کار ندی؛ خو د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ مسؤول عزیزاحمد تسل وايي چې دوي پراخه هڅه کړې چې د خپلو سییمیزو همکارانو په مرسته د مرګ ژوبلې دقیق ارقام راغونډ کړي.
د ملکي وګړو د وخوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له حکومت او وسله والو ډلو یو ځل بیا غوښتنه کوي چې جنګي اصول مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړي .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments