د توپ برید ۱۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش – ارزګان: د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې د افغان ځواکونو د ډي سي توپ مرمۍ په خپله پوسته لګیدلې چې ۴ سرتېري پکې شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
دا نښته تېره شپه د ترینکوټ اړوند کفترخانې سیمه کې شوې ده.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د توپ مرمۍ په تېروتنې سره د افغان ځواکونو په پوسته لګیدلې او مرګ ژوبله یې اړولې.
د ارزګان مرکز ترینکوټ په څنډو کې پوځي عملیات له یوې میاشتې راهسې دوام لري او زیاتو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply