د تهران په ننګه د طالب جګړه او د ایراني آخندانو وروستي خبرداري د منلو نه دي: شنونکي

comments 0

هندوکش ـ کابل: اوس اوس ایران په ښکاره ويلي دي چې په افغانستان کې به دوی د اوبو د مديريت پر وړاندې څه ته چې اړتيا شي ترسره کړي او ددې کار مخه به ونيسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوادظريف ويلي دي چې د دوی د هیرمند د اوبو حوزه له وچکالي سره مخ ده او په افغانستان کې د اوبو مدیریت ورته د منلو نه دی.

بلخوا شنونکي وايي چې د ایران يادې خبرې او په سويل اولويديځ کې د طالبانو له روانې ناامنۍ ښکاري چې تهران عملا له افغانستان سره د پټې او تپل شوې جګړې جبهه پرانيستې او دوی دا جګړه د طالبانو تر بیرغ او نامو لاندې کوي.

شنونکي په دې نظر دي چې په سويل او لویديځ کې د طالبانو وروستي بريدونه،په زاهدان او اصفهان کې د طالب ترهګرو پرانيستل شوي دفترونه،د فاطميون ډلې د فعالیت لپاره له طالبانو سره د ایراني استخباراتو له پټو ناستو ښکاري چې تهران د افغان ولس هوساينه او بسانيه نشي منلی.

د هیرمند د ایراني لوري د اوبو حوزه چې له افغانستان څخه په ور ورانو اوبو خړوبیږي اوس اوس د منل شوي نورم له پلي کيدو سره سم په ځينو مواردو کې د اوبو له قلت سره مخ شوې خو ایرانيان له نړۍ والو منل شویو معيارونو سره په ټکر کې غواړي چې د تیرو ۴۰ کلونو په شان د افغانستان اوبو وړيا ور روانې وي.

په هرات کې مدني فعالان وایي چې پر سلما بند د بریدګرو طالبانو ډله د ایران سرحدي ولايتونو ته آزاد تګ راتګ کوي، په فراه او نيمروز کې د ایران پلوو طالبانو امکانات او پيسې له هيڅ چا پټې نه دي.

دوی وايي چې په سلما بند په وروستیو کې څو ځلې ډله ایز بریدونه ایران کړي دي او دوی طالبانو ته په خپلو سرحدي سیمو کې د تهران د ګټو لپاره پيسې ورکوي.

د نړۍ والو اصولو پر بنسټ د يو هیواد اوبو بل هیواد ته له قوانينو سره سمې ورځې چې افغانستان له ایران سره په دې برخه کې رسمي هوکړه لري خو تهران له دې هوکړې نه يوازې سرغړونه کوي بلکه د خپل ولس د هوساينې لپاره د افغان ولس قتل عام او له طالب ترهګرو ملاتړ خپل حق بولي.

بلخوا په هلمند کې باوري سرچینو هندوکش ته ويلي دي چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو له مافیا سره پاکستان پټ زړه سوی لري او له دې درکه په ميلیونونو ډالر د آی اس ای جيبونو ته هم ځي او د اوبو په برخه کې د مديريت ټولې ستونزې ایران جوړوي او په دې ولايت کې د طالبانو تشکيلات نیمی د ایران له لوري او نيم نور يي د پاکستان لخوا ملاتړ کيږي.

په ورته وخت کې افغان ولس هم وايي چې ایران دې له دې بدمعاشۍ او پټې تپل شوې جګړې څخه تیر شي ځکه ایران په افغانستان کې په روانه ناامنۍ کې لکه پاکستان ګټه نشي کړای بلکه له نړۍ والې انزوا او فشارونو سره به مخ شي.

مدني فعالان وايي چې د حق ابې په اړه نړۍ وال قوانین ټولو منلي دي ایران ته د بدمعاشۍ پر ځای به دا ښه وي چې دوی نړۍ وال قوانين ومني او له افغانستان سره په کړې هوکړه ودریږي.

بلخوا په سويل او لویديځ کې روڼ اندي بیا وايي چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی په داسې یو وضعيت کې چې کله افغانستان د ځان لپاره اوبو ونلري نو ایران ته به له کوم ځايه اوبو ورکړي.

بلخوا په نیمروز او فراه کې د کانونو برخې شنونکي وايي چې ایران په صفري سیمو کې د خپل لوري معادن تقریبا خلاص کړي دي چې دا هم له نړۍ والو سرحدي نورمونو ښکاره سرغړونه ده او افغان حکومت ته په کار دي چې د اوبو د مدیريت تر څنګ له شپږو ګاونډيو هیوادونو سره ټولې ستونزې حل کړي.

بلخوا شنونکي وايي چې په افغانستان کې په طالب سازي او داعش سازي کې تر بل هر چا د ایران او پاکستان ونډه ډيره ده ځکه دوی د افغانستان په روانه ناامنۍ او وينه تويونه کې خپلې ګټې لري او دا چې دوی يو نيم وارې د نيوکې ګوته لويديځ ته نیسي دا له غربي نړۍ سره د دوی پخواني دښمني او پټ سياستونه دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments