د ترکیې ولسمشري او پارلماني ټاکنې به ترپنځو بجو پایته ورسیږي

comments 0

84 Views

هندوکش – ترکیه: د ترکیې رسنیو په وینا نن به خلک ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي.
د ترکیې معتبرې خبرې آژانس انادولو خبر له مخې، د رایې اچونې مرکزونه په محلي وخت سهار ۸ بجې پرانستل شول او د مازدیګر تر پنځو بجو (محلي وخت) پورې به د رایه اچوونکو پر مخ پرانستي وي.
په دې ټاکنو کې ۵۶ میلیونه ۳۲۲ زره او ۶۳۲ کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، چې د رایې ورکولو لپاره به د رایې اچونې ۱۸۰ زره او ۶۵ مرکزونو ته ولاړ شي.
د ترکیې د انتخاباتو سترې کمېټې ویلي چې د ټاکنو پایله به تر رایې اخیستنې څو ساعته وروسته، نیمه شپه، اعلان شي.
ولسمشرۍ ته نوماندان:
د ولسمشرۍ د مقام لپاره ۶ نوماندان په رقابت کې دي.
د ترکیې اوسنی ولسمشر او د عدالت او توسعې ګوند مشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید محرم اینجه، د حزب سعادت مشر تمل کاراملا اوغلو، د حزب وطن مشر دوغو پرینچک، د حزب نېک مشره مرال آکشنر، او د خلق دیموکراتیک ګوند پخوانی مشر او بندي صلاح الدین میرتاش د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دی.
که په دوی کې یوه تر ۵۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه کړې، کولای شي چې د ولسمشرۍ مقام ونیسي. خو که هیڅوک هم تر ۵۰ سلنه زیاتو رایو په ګټلو بریالی نه شو، ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي، چې د ترسره کېدو نېټه یې د راتلونکې جولای میاشتې اتمه نېټه ښوول شوې ده.
ویل کېږي په ولسمشریزو ټاکنو کې د اردوغان ستر رقیب د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، محرم اینجه، دی.
د اردوغان مخالفین هیله من دي چې اینجه به نوموړي ته ماتې ورکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments