د ترهګړۍ ضد په مبارزه کې هند له افغانستان سره مرسته اعلان کړه

comments 0

50 Views

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې هندي چارواکي له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا او نورو ستراتيژیکو مسایلو په اړه د یوې غونډه خبر ورکوي .
د هندي رسنیو په وینا، هند غواړي د افغان ځواکونو په تجهیز، روزنه او همدا راز له دغه هېواد سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته وکړي.
تردې وړاندې هند ویلي وو د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان له مخې هندي حکومت غواړي ددغه هېواد د نظامي پياوړتیا په برخه کې همکارۍ وکړي.
د رسنیو په وینا په نږدې راتلونکې به د هند او افغانستان تر منځ پر یو لړ مهمو مسایلو لیده کاته هم وشي او ددواړو هېوادونو همکارۍ، سوداګري او مرستې به تر بحث لاندې و نیول شي
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم هند د افغانستان په بیا رغونې برخه کې زیاته کچه مرستې ترسره کړي چې افغان حکومت او خلکو لخوا ستایل شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments