د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه محاکمه کېږي

comments 0

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بې مخینې اقدام کې داسې پرېکړه لیک تصویب کړی، چې له مخې به یې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه محاکمه او مجازات کېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د رایو په اکثریت دغه پرېکړه لیک تایید شوی دی.

په پرېکړه لیک کې راځي چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید خپل مالي سیستمونه منظم کړي او هغه مالي سرچینې په نښه کړي چې ترهګرې ډلې ترې استفاده کوي. سرچینه زیاتوي هغه هېوادونه به پېژندل کېږي، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او تر هغه وروسته به د محکمې مېز ته حاضرېږي.

ددې پرېکړه لیک له مخې هېوادونه اړ دي چې د تورو پیسو د مینځلو پر وړاندې هم جدي او هر اړخیز ګامونه اوچت کړي.

فکور نعیمي

Comments