د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر قوت ټینګار

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د افراطي وسله‌والو پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پياوړتيا مهمه وبلله.
ښاغلي سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د اروپايي پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې ته په وينا کې په افغانستان، عراق او نورو ځايونو کې د ناټو د ترورېزم ضد مأموريتونو ته په اشارې وويل چې افغان ځواکونو تر بل هر وخت پیاوړي شوي او اړتیا ده چې لا نور تجهیز او وروزل شي.
په افغانستان کې جنګي مأموريت په ٢٠١٤ میلادي کال کې پاى ته ورسېد، خو په دغه هېواد کې د ٢٠١٥ میلادي کال له جنورۍ مياشتې د ناټو قاطع ملاتړ مأموريت روان دى.
دغه مأموريت د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ادارو پر روزنه، سلا مشوره او همکارۍ متمرکز دى.
عبید رادپور

Comments