د ترهګرو طالبانو له لوري د برېښنا شرکت د غړیو وژنې سخت غبرګونونه پارولي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې د طالبانو له لوري د برېښنا شرکت د پنځو کارکوونکو وژل کېدو د حکومتي چارواکو، خلکو او بهرنیو ډیپلوماتیکو استازوليو منفي غبرګونونه راپارولي دي.
په زابل کې د پنجشنبې په ورځ د ترهګر طالبانو له لوري د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د برښنا شرکت څلور افغان او یو پاکستانی کارکوونکي ووژل شول.
د دغې پېښې دوه قربانیان له یوې کورنۍ دي، ۶۵ کلن ښاېسته ګل او ورسره یې ۲۸ کلن زوی عبدالطیف دواړه ووژل شول او د کورنۍ پاتې غړي یې په ماتم ناست دي.
د ښایسته ګل یو بل زوی محمد بشیر وایي، پلار او ورور یې د برښنا شرکت مسلکي کارکوونکي وو.
هغه وویل: “د برښنا شرکت د ارزونې په برخه کې یې کار کاوه، هغوی په کندهار ولایت کې په یوه سیمه کې له اتو کلونو راپدېخوا کار کاوه چې د ماین په چاودنې کې شهیدان شول، ورور مې ۲۷ یا ۲۸ کاله عمر درلود او پلار مې ۶۵ کلن وه.”
په افغانستان کې د امریکا سفارت پر خپلې ټویټر پاڼې دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې وژل شویو کسانو د افغانستان میلیونونو اوسېدونکو ته د برښنا پر جوړولو بوخت وو.
عام خلک هم د دغې پېښې په غندنې سره وایي، طالبان باید هغه کسان چې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي، هدف ونه ګرځوي.
د کابل ښار دوه اوسېدونکو عبدالجمیل او سید ګلاب زوی.
“هغه کسان چې د هېواد او کورونو د روښنايۍ په برخه کې کار کوي، وژل یې سم کار نه دی. دوی خلکو ته د خدمت لپاره کار کاوه، موږ د دا شان پېښو له عاملینو غواړو چې نور دا شان کسان و نه وژني.”
“خلک باید د برښنا برخې کارکوونکو نه ملاتړ وکړي، برقیانو سره یې څه کار دی؟ که برقیان نه وي نو برښنا هم نشته، دوی باید ونه ګواښل شي”
عبید رادپور

Comments