د ترهګرو د ملاتړ له امله؛ پاکستان د نړیوال مالي اقدام تر سخت څار لاندې دی

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د نړیوال مالي اقدام ځانګړې ډلې د ترهګرو د ملاتړ په تړاو له پاکستان پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي. پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله ددغه نړیوال بنسټ په خړ لېست کې دی.
تازه یاد بنسټ پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ او مالي شفافیت اړوند ۱۵۰ پوښتنې لېږلي دي چې ځواب یې کړي او په اړه یې وضاحت ورکړی.
پاکستان اړ دی چې په ۱۶ ورځو کې دغه پوښتنو ته ځواب ووايي. نړیوال مالي اقدام وايي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، تورې پیسې مینځي او په مالي چارو کې شفافیت ته پام نه کوي. دغه بنسټ په نړیواله کچه د پاکستان پر وړاندې د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
فروزان سیرت

Comments