د ترهګرو تمویل کوونکی هېواد تور لیست ته ځي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

پاکستان چې د کلونو راهیسې د ترهګرۍ په تمویل او ملاتړ تورن و، اوس پرې نړیوال پوه شوي چې دا هېواد د افغانستان ترڅنګ سیمې او نړۍ لپاره هم ترهګر تولید کوي، ملاتړ یي کوي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.
افغان حکومت کلونه په دې تړاو اسناد او شواهد نړیوالو او ملګرو ملتونو سره شریک کړل چې دا هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ ثابت کو، خو دا چې د پاکستان اړیکې او چالاکي زیاته وه، نو په بیلابیلو پلمو یې ځان خلاصو.
پاکستان په پټه د ترهګرو ملاتړ نه کو، بلکې په ښکاره یې چیغې وهلې چې دوی د خپلو ګټو لپاره له اسلامپالو سخت دریځو ګټه اخلي، خو بیا هم نړیوال ورته ډير فکر نه کو، ځکه نړیوالو داسې انګیرله چې پاکستان یواځې افغانستان کې د جګړې لپاره ترهګر تمویل کوي او سیمه او نړۍ ترې بیغمه ده.
خو اوس د اتلس کلونو په تیریدو سره هر څه ورو ورو په ډاګه کیږي او نړیوالو دا درک کړه چې پاکستان په سیمه کې د ټولې نړۍ ګټې له ګواښ سره مخ کړي دي.
پاکستان د تروریزم ځاله ده او له دې ترهګرۍ څخه د نړۍ بیلابیلو برخو کې پروژې تطبیق کوی او ترهګرۍ ته پراختیا ورکوی.
پاکستان څه موده وړاندې د ترهګرۍ په ملاتړ او تمویل خړ لیست کې شامل شو چې د زیاتو افغانانو او سیمې متضرره هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.
افغان حکومت د دې لپاره ډيره لابي وکړه چې پاکستان دې باندې د ترهګرۍ په ملاتړ او تمویل باندې بندیزونه ولګي، خو دا چې پاکستان په نړۍ کې پياوړي ملګري لري، هغوی یې ملاتړکوي او تور لیست کې له شامل کیدو یې ژغورلی دی.
ځینې هېوادونه له دې کبله د پاکستان ملاتړ کوي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ د پروژو تمویل کوونکی دی او دا هېوادونه چې هرکله ځان د ترهګرۍ له لارې هدف ته رسوي، له پاکستان همکاري غواړي.
د پاکستان د حکومتونو مشرانو په دې اعتراف کړی چې د خپلو ګټو لپاره یې افغانستان کې ترهګري پياوړې کړې او جګړې ته یې دوام ورکړی، نو تر دې لوی ثبوت څه کیدلی شي ، ښکاره ده چې همدا لوی ثبوت دی.
اوس نړیوالو موندلي چې پاکستان اوس په سیمه کې خطرناک هېواد دی او ممکن نړۍ ته هم په یو سرخوږي او ګواښ باندې بدل شي.
پاکستان خو بل عاید نه لري، د همدې ترهګرۍ د تمویل له درکه له بیلابیلو هېوادونو پیسې لاس ته راوړي او افغانستان کې پرې یو او بل د اسلام او جهاد په نوم جنګوي.
که پاکستان د ترهګرۍ په تمویل او ملاتړ باندې تور لیست کې شامل شي، د سیمې او نړۍ هېوادنه باور لري چې د ترهګرۍ نوم به د تل لپاره ختم شي.
که د سیمې او نړۍ هېوادونه غواړي چې ترهګري ختمه کړي، نو پر پاکستان بندیزونه او فشارونه کولی شي، دا ګراف راکم او یا بیخي له منځه یوسي.
پاکستان اوس د خپل عمل سزا ګوري او نږدې ده چې د ترهګرۍ د تمویل ټول امتیازات ترې بیرته ووځي او هغه ډلې چې د اسلام او جهاد په نوم یې روزلي، له لاسه ووځي.

Comments