د ترهګرو بریدونو کې نږدې څلور سوه ماشومان شهیدان شوي

comments 0

هندوکش – کابل: ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د وسله والو بریدونه ډیر شوي دي
د سیف اف چلډرن یا د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې افغانستان کې ماشومانو ته په ورپیښو ګواښونو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په دغه هیواد کې په وسله والو نښتو کې ۳۶۳ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یادې ادارې په یوه اعلامیه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ” یوناما” د راپور په اساس ویلي، چې په دغه موده کې ۹۹۲ ماشومان ژوبل شوي هم دي
سیف اف چلډرن” دغه چارواکی وایي، چې د هغو افغان ماشومانو لپاره ، چې ښوونځیو ته ځي وضعیت د هرې ورځې په تیریدو خطرناک کیږي
یاد بنسټ همداراز د ښوونې او روزنې پر مرکزونو بریدونو کې په زیاتوالي اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې یوازې په یوه میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د ښوونې او روزنې په مرکزونو دولس بریدونه شوي دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments