د ترانسپور وزارت فساد په تور 60 کسان څارنوالې معرفي ته کړي دي

comments 0

11 Views

هندوکش – کابل: د دغه وزارت چارواکي وایي، د فساد په تور یې ۶۰ تنه کارکوونکي د ۱۳۹۷ مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ۱۸ دوسیو کې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.
د ټرانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي کابل کې خبري غونډې ته وویل، په تورنو کې د دغه وزارت رییس، مدیر او امرین شامل دي.
د ټرانسپورټ وزیر زیاتوي له فساد سره مبارزه د وزارت عوایدو په لوړولو کې مهم رول لوبوي.
دغه راز، د ټرانسپورټ وزیر وویل د ملي بس خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت له اساسي کارونو دی؛ خو د ملي بسونو ساتنې ته نه پام له امله د هغو شمېر له ۱۰۴۹ عرادو ۲۹۰ عرادو ته راټیټ شوی دی.
ښاغلي طهماسي په کابل کې د هند سفارت سره د تړون لاسلیک خبر ورکړ، پر بنست یې هند د ملي بسونو د اړتیا وړ توکي برابروي چې دغه بسونه بېرته فعال شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments