د ترافیکي پیښې له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي.

comments 0

هندوکش-پروان: کومه پیښه چې پرون ناوخته د سالنګ ولسوالي په اورتي سیمه کې رامنځته شوې وه له امله یې څوارلس تنه چې شپږ ښځې او شپږ ماشومان هم پکې شامل ول مړه شوي دي.
ددې پیښې په تړاو احمدی د سالنګ ولسوال وایي:«دغه پیښه د موتر چپه کیدو له امله رامنځته شوې چې له کبله یې د یو فامیل تول غړي مړه شوي دي».
د نوموړي په وینا :«د فامیل یو غړې دغې پيښې نه روغ رمت پاتې شوې باقي تول غړي مړه شوي دي».
د موتر چلوونکو نه پاملرنه او د سرک ستونزې ددې ورته پیښو لوې لامل بلل شوې دې.
د سالنګ لاره د هیواد ترتولو لویه لاره ده چې دیرې شمالي ولایتونه مرکز سره وصلوي.
نجیبه سروري – سالنګ

Comments

Leave a Reply