د تذکرو لپاره نوملیکنه بیا پيل شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل کنفرانس او ټاپي پروژې د پرانیستې په پار د برښنایي تذکرو د نومیکنې پروسه دریدلې وه، خو تېره ورځ بیرته په ارګ کې پيل شوه.
د شنبې په ورځ ارګ کې چارواکو نوملیکنه وکړه او دا بهیر به ډیر ژر په ولایتونو کې هم پيل شي.
د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، تراوسه نږدې شپږ سوه چارواکو او نورو خلکو بایومیتریک کړی او دا پروسه به ډير ژر چټکه شي.
د احمدزي په خبره، اوس په تمه دي چې ولسمشر ته پرنټ شوې تذکره په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شي او دا بهیر به له ارګ ووځي او ټولو ولایتونو کې به پيل شي.
د هېواد له بېلا بېلو برخو غوښتنه داده، چې ژر تر ژره د برېښنایي پيژند پاڼو وېش په ټولو سیمو کې پيل شي.
افغانان وایي، برېښنایي پيژند پاڼې ملي هویت دی او هغه څوک چې پرې معامله کوي، ملي خاین دی.
دوی وایي، د برېښنايي پېژند پاڼو وېش به رڼو او سرتاسري ټاکنو ته زمینه مساعده کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply