د تذکرو د ویش لړۍ پيل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د وګړو د ثبت اداره وایي، د برېښنایي تذکرو د وېش لومړني کارونه له ولسمشرۍ ماڼۍ نه پيل شوي دي.
د دغې ادارې مسولین وایي چې تیره ورځ یې د ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه د مېرمنې او دویم مرستیال د ګوتو نښې اخیستی دی.
اجرائیه مشر عبدالله عبدالله که څه هم د خپل مخالفت ټکی نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې د برېښنایی تذکرو وېش یوه لویه موضوع ده او ډېر غور ته اړتیا لري.
د برېښنایي تذکرو د وېش کره نېټه لا هم نه ده معلومه، خو د دغه بهیر لومړی پړاو چې د ګوتو نښه اخیستل او په سیستم کې د وګړو د اړینو معلوماتو ځایول دي، پیل شوی دی.
سپوږمې پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply