د تخار ورسج ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

comments 0

هندوکش_تخار:د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي، ورسج ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نجیب‌الله فرخاري نن هندوکش ته وویل، افغان ځواکونو، وروسته له دې چې له مرکز تالقان څخه په شا شول، د فرخار ولسوالۍ له لارې ورسج ته ننوتل او دا ولسوالي یې ونیوله.
تالقان ښار پرون د طالبانو لاس ته ولوېد. طالب وسله‌والو د تالقان له نیولو مخکې د تخار ولایت واړه ۱۶ ولسوالۍ نیولې وې.
نجیبه سروری

Comments