د تبرکلوز ناروغي د مخنیوي لپاره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – غزنی: راپورونه وایي، غزني کې هر کال د تبر کلوز ناروغۍ ۱۸۰۰ پېښې ثپتېږي.
د غزني د عامې روغتیا مسوولین اندېښنه ښيي، چې دغه ولایت کې د تبر کلوز ناروغۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
مسوولین وايي، ددې ناروغۍ د مهار لپاره یې له عامې روغتیا وزارت څخه د نویو طبي وسایلو د ورکړې غوښتنه کړې وه چې مرسته یې ورسره کړې.
د روغتیا ریاست وایي، د نویو طبي امکانات سره به وکولای شي د تبر کلوز ناروغي راکمه کړي او زیات ناروغان هره ورځ تداوي کړي.
شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply