د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ او طالبانو تاوتریخوالی

comments 0

د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ او طالبانو تاوتریخوالی
د تاوتریخوالي کموالي باندې قطر کې هوکړه شوې چې طالبان به جګړه اتیا سلنه راکموي، لوی لارو باندې به بریدونه نه کوي، لوی نظامي او ملکي مرکزونه به نه په نښه کوي او په ټوله کې به یوه اوونۍ جګړه نه کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په دې ورځو کې د طالبانو پروړاندې دفاعي حالت کې و اوسي او تعرضي عملیات دې ودروي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سراعلی قومندان محمد اشرف غني لارښوونه باندې عمل کړی او تېره ورځ یې هیڅ سیمه کې عملیات او بریدونه نه دي کړی.
خو برعکس طالبان درې ولایتونو کې بریدونه کړي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دا بریدونه په شا تمبولي دي.
طالبانو له دې بریدونو وروسته بله اعلامیه ورکړه چې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ کې هر ډز او برید سرغړونه نه ده او دوی به کوچنیو بریدونو او غلچکي عملیاتو ته دوام ورکړي.
له دې د طالبانو یووالی او سرتاسریتوب ښکاري چې مشران یې یوه پریکړه کوي، خو په ټیټه کچه وسله وال دا پریکړه نه مني.
د سولې خبرې هم له همدې کبله ځنډیدلي چې پر طالبانو باور نه و چې سیاسي مشران او د وسله والو ډلو مشران یې هم نظره نه دي او د یو بل امر نه مني.
طالبان چې د جګړې له درکه عواید لري او له همدې درکه په خیټه ماړه دي، هیڅکله له جګړې لاس نه اخلي.
اصل کې د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ یو اوربند دی، خو طالبانو ورته د تاوتریخوالي نوم ورکړی دی.
یانې په دې مانا چې طالبانو اتلس کاله تاوتریخوالی کړی او اوس یې راکم کړ، که د سولې خبرې پایله ور نه کړي، طالبان به بیا تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.
عبدالمنان توحیدیار

Comments