د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ او د خلکو هرکلی / سید عبدالله پآچا

comments 0

تاسو باور وکړئ چې دا یوه اوونۍ که څه هم اوربند نه دی شوی او تاوتریخوالي ګراف اتیا سلنه کم شوی، دخلکو د ژوند کارونه او ارمښت ورسره سل سلنه لوړ شوی دی.
که څه هم کوچني بریدونه او ځای ځای پوستو باندې ډزي هم شي، خو په ټوله کې دا اوونۍ په تېرو پنځلس کلونو کې د افغانانو لپاره د امن اوونۍ وه.
ما یوې رسنۍ باندې راپور ولید چې له دې اوونۍ یې هر کلی کړی و، سوداګرو او کاروباریانو ویل چې سوداګري او کاروبار یې ۷۰ سلنه زیات شوی دی.
یواځې سوداګري نه بلکي دا اوونۍ ټولو کورنیو نسبي ارامه درلودله او دا تشویش ورسره نه و چې اولادونه به یې کومه چاودنه کې شهید یا ټپي شي.
همدا رواني وضعیت چې له دې اوونۍ سره د خلکو ښه شوی و، تر دې لویه لاس ته راوړنه نه وه، خدای دې وکړي چې د جګړې د سوداګرو په زړه د رحم اوبه توی شي او تاوتریخوالی همداسې کم وساتي.
په دې اوونۍ کې نه یواځې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ارامتیا درلودله، بلکې طالبانو وسله وال هم ارام مرکزونو او کورونو کې کې ناست و.
له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د موټر بم برید ویره نه وه او له طالبانو سره د هوایي برید او ځانګړو چاپو ویره نه وه.
ټولو دا اوونۍ په ارامتیا سره تیره کړه او دا اوونۍ د ډیرو خلکو ژوند وژغورل شو، ویلی شي چې په دې اوونۍ کې د تلفاتو شمېره ۹۸ سلنه راټیټه شوې ده.
نو که همدا اټکل محاسبه شي، هرو سل قرباني کسانو کې ۹۸ له قربانۍ کولو ژغورل شوي او دا د سولې او همدې د تاوتریخوالي د اوونۍ د کمیدو برکت و.
که څه هم د سولې دښمنانو او نورو کړیو پوره هڅه وکړه چې دې اوونۍ کې بې باوري رامنځ ته کړي خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوره میړانې سره د هر ډول دسیسې مخه ونیوله.
اوس تمه شته چې د دې اوونۍ په تیریدو سره د تاوتریخوالي کموالی دوام پيدا کړي او د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته بین الافغاني مذاکرات پایله ورکړي.
سوله په هر قیمت ارزي، خو دا چې واقعي او پایداره سوله وي، نه دا چې د سولې نوم وي، خو پایله یې نامالوم راتلونکی وي چې هیڅ درک یې نه لګي.
افغانان ټول عمر په بهرنیو هېوادونو او بهرنیو ځواکونو تکیه نه دي، خو دا چې له ناکاره دښمن سره مخ دي، د سخت دښمن له ډاره یې یو بل دښمن ته لاس ورکړی.
که جګړه نه وي، افغانستان په ځان بسیا کیږي او ډير داسې د عوایدو لپاره لري چې نور هېوادونه یې نه لري.
که جګړه نه وي، افغان حکومت دومره مصارفو ته اړتیا نه لري، لکه اوس چې د بودجې له نیمایي زیاته برخه جګړه باندې مصرف کیږي.
که جګړه نه وي، همدا پيسې به په بیارغونه مصرف شي او ضرورت به نه وي چې د زیات شمېر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو معاش او مصارف ورکړو.

Comments