د تاشکند ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنې شوې

comments 0

53 Views

هندوکش – تاشکند: د تاشکند ناستې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې افغانستان کې دې نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له افغان حکومت سره دې سیاسي خبرو ته کېني.
اعلامیه کې دا هم راغلي، چې طالبان دې د افغانستان اساسي قانون ومني او درناوی دې ورته وکړي او طالبان دې د افغانستان په تړاو خپل مسوولیت درک کړي.
د تاشکند ناستې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ شوی، چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وشي او د کابل پروسې له پرېکړو دې ملاتړ وکړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې طالبان باید وهڅول شي، څو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments