د بې ۵۲ الوتکو بریدونه زیات شوي

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یې د بې ۵۲ الوتکو بریدونه ډېر کړي.
غوڅ ملاتړ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځ او سوېل کې یې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه ډېر کړي.
په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت بیا وايي د بریدونو په زیاتېدو سره یې په بدخشان کې د وسله والو د پټنځایونو د جوړول مخه نیولې ده.
دفاع وزارت ډاډ ښودلی چې پر طالبانو له بریدونو د زیاتیدو سره یې دې ډلې ته سخت ګوزارونه ورکړي او سرکرده مشران یې له منځه تللي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply