د بګرام په پروني برید کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې

comments 0

هندوکش – پروان: په پروان کې ځایي چارواکي وایي چې یوه ځانمرګي برید له امله هیڅ ملکي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
امنیتي سرچینې ویلي دي چې تیره ورځ مازدیګر د پروان په باګرام ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په کتار انتحاری برید ترسره شوی دی.
سرچینه وایي برید د موټر بم په وسیله هغه مهال ترسره شوی چې د امریکایي ځواکونو ګزمه په سیمه کې روانه وه چې موټربم د دوه امریکایي ټانګونو په منځ کې وچاودیدلو.
طالبانو د برید مسئولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې د پروان ولايت بګرام هوايي اډې دریمې دروازې سره یې د نصیب الله په نوم یو تن ملګري د موټربم په وسیله سرتیری برید ترسره کړی دی.
طالبانو ویلي چې په دغه برید کې یو ټانک مکمل تخریب شوی دی چې پکې سپرو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر تر اوسه پدې اړه هیڅ ندي ویلي دي.
عبید رادپور

Comments