د بګرامیو سړک پرانیسته وشوه

comments 0

هندوکش – کابل : افغان ولسمشر محمداشرف غني په کابل ښار کې د یو جوړ شوي سړک پرانېسته وکړه.
دغه سړک چې نږدې نیم کیلو مټره اوږدوالی او شاواخو څلوېښت متره سور لري احمدشاه بابا مېنه له کابل ښار سره نښلوي.
دغه سړک له وړاندې جوړ شوی و خو د معیاري ویالو نه شتون له امله ویجاړ شوی چې اوس په اساسي ډول ورغول شو.
د سیمې خلک د دغه سړک له جوړېدو خوښ دي خو غوښتنه یي داده چې پاتې برخه یي هم همداسې په اساسي ډول ورغول شي.
د بګرامیو ولسوالۍ اړوند قلعه احمد خان سیمه کې دغه سړک نه یوازې احمد شاه بابا مېنه بلکې بلکې دوه وېشتمه ناحیه، بګرامیواو خاک جبار ولسوالۍ او آن ختیځ ولایتونه له کابل ښار سره نښلوي.
عبیدرادپور

Comments