د بټي کوټ کلنیک کې جراحي بیړنۍ څانګه پرانیستل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي،د بټي کوټ ولسوالۍ په مرکزي روغتیایي مرکز کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د جراحۍ بېړنۍ څانګه تر جوړېدو وروسته د تلې په ۲۵مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس داکټر نجیب الله کامه وال وویل، یاده څانګه د ECHO ادارې په نږدې ۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت د درې میاشتو په موده کې د PUAMI مؤسسې له لورې جوړه شوه .
هغه زیاته کړه، یاده څانګه،چې د بېړنیو پېښو پر مهال د لسو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري،په درملو او نورو ضروري ملحقاتو هم تجیز او اکمال شوې ده .
بټي کوټ د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې طالبانو پکې ګډوډي زیاته اچولې او ډیره کله یې د ماین چاودنو له کبله عام خلک ټپيآن کیږي چې په دې مرکز کې به یې درملنه کیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply