د بټي کوټ خلکو ژمنه وکړه چې طالبانو ته ځای نه ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د بټي کوټ مخورو پخپلو پخپلو سیمو کې وسله والو مخالفینو ته د ځآی نه ورکولو پرېکړه وکړه.
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ مخور وایي،پرېکړه یې کړې،چې هغه کسانو ته به پخپلو سیمو کې ځای نه ورکوي،چې وسله وال فعالیت کوي او یا هم د مخالفینو سره اړیکي لري،خو پخپلو سیمو کې د عملیاتو د ترسره کېدو پر مهال د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ننګرهار والي ډاډ ورکړی چې د ترسره شوو عملیاتو په اړه به د اړونده مسؤلینو سره جدي خبرې اترې وکړي او که نیول شوي کسان ستونزه ونلري،په خوشي کېدو کې به یې اقدامات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه،په وروستیو کې د مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه په ګړندي او جدي ډول عملیات دوام لري او د دې عملیاتو د بریالیتوب په موخه یې د سیمې د مخورو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply