د بهرنیو ځواکونو په برید کې د طالبانو مهم قوماندانان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – زابل: په زابل کې امنیتي چارواکي وایې چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د دولت مخالفې ډلې دوه مهم قوماندان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، دهمدې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲ طالب قوماندانان وژل شوي دي.
په همدې اړه د زابل امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار وايي، تېره شپه ۱۱ بجې بهرنیو ځواکونو د شاه جوی ولسوالۍ اړوند (جعفرو) سيمه کې هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې دوه طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د زابل امنیه قوماندان زیاتوي چې برید ناڅاپي و ځکه يې زیان اړولی ،نوموړي د یادو طالب قوماندانانو نومونه دي یاد کړي ، خوپه اړه یې دومره ویلي ، چې په شاه جوی ولسوالۍ کې يې وسله وال فعالیتونه لرل.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments