د بنګه دیش ۲۰ اوریزې سیالیو ته ۵ افغان لوبغاړي انتخاب شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د بنګله دیش په کوربه توب د کرکټ شل اوړیز لیګ سیالې چې تاکل شوې ده یوه نیمه میاشت وروسته بنګله دیش کې په لاره واچول شې د افغانستان پنځه لوبغاړي پکې انتخاب شوي دي.
ویل کیږي، دغه ۲۰ اوریزې سیالۍ به شااوخوا يوه نیمه میاشت وروسته په بنګله دېش کې پېل شي.
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې شاپور ځدراڼ، شهزاد محمدي، راشد خان او محمد نبي عيسى خېل د بنګله دېش په غوره ليګ سياليو کې لوبېدلي دي.
د افغانستان دغه لوبغاړي به پنران سميع الله شينوارى او ظاهر خان، د کوميلا ويکټورين لوبډلې ته راشد خان او محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ د چيټاکېنګ لوبډلې ته لوبه وکړي.
تردې وړاندې افغان کرکت لوبغاري د هندوستان کرکټ غوړه لیګ کې لوبیدل چې داسې معلومیږې ددوی هڅو نتیجه ورکړه چې اوسمهال هندوستان ترڅنګ انګلستان او آسترالیا هم افغان کرکت غړو ته وړانډیزونه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply