د بندیزونو سر ه ــ سره پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو سفر، ګڼې پوښتنې را پورته کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: وروسته له هغه چې څو ورځې مخکې پاکستان د ملا عبدالغني برادر په ګډون د دغه ډلې پر مرستیال سراج الدین حقاني او د ده د کورنۍ پر غړیو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د لګول شویو بندیزونه د عملي کولو اعلان وکړو، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پاکستان ته د ملا عبدالغني بردار په مشرۍ د یو پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون یکشنبه ناوخته خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ډلې د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په بلنه هغه هیواد ته روان شوی دی.
یو شمېر پاکستاني رسنیو د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ملا برادر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په بلنه پر افغان سولې د بحث لپاره هغه هیواد ته دعوت شوی دی.
پاکستان داسې مهال پر طالب مشرانو د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د بندیزونو عمل کېدل غوښتي چې د افغان سولې بهیر یو حساس پړاو ته نژدې کېدونکي دی.
په یو وخت د پاکستان لخوا د طالب ډلې پر ځینو مشرانو بندیزونه او همهاله د همدې کسانو سفر پاکستان ته ګڼې پوښتنې را مخې ته کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments