د بندو سړکونو لپآره بدیلې اسانتیاوې

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ځواکونو د جرګې د لا ښه امنیت لپاره د کارته پروان، چهاراهي قمبر او سیلو لارې تړلي، خو هغه خلک چې له دې لارو تګ راتګ کوي د ملي اردو په بسونو موټرو کې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقالیږي.
پخوا به چې دا لارې د امنیت لپاره تړل کیدلې، خلکو ته زیاتې ستونزې د تګ راتګ پرمهال پیدا کیدلې.
خو اوس افغان ځواکونو د امنیتي کمربندونو شاته بس موټرونه درولي او هر څوک چې وغواړي له یو کمربند څخه بل کمربند ته لاړ شي، بس موټر یې په وړیا توګه وړي.
شپه او ورځ دا موټر د خلکو په خدمت کې دي او هر څوک کولای شي له امنیتي سیمو څخه په اسانۍ او وخت سره تېر شي.
د دې تر څنګ د امنیتي کمربندونو سیمو کې امبولانسونه هم ولاړ دي چې ټپي، ناروغ او نور کسان له یوې سیمې بلې ته انتقال کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments