د بمبار پوښتنه له غني کوي سوله له امريکا سره کوي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

د کابل کمپيوټري طالبان د افغانستان د جګړې او سولې په اړه عجب طفلانه منطق لري. کله چې امريکا چېرته پر طالبان بمبار وکړي، دوئ غني ته د سپکو خوله پرانيزي حکومت ګواښي، غلطې خبرې او بيانونه کوي. ها خواته چې د سولې تر ټولو اساسي او ملي مسئله بحث ته وړاندې شي، له غني مخ واړوي وايي: له امريکې سره خبرې کوو.
د دوئ په فکر حکومت خپلواکيت نلري. خلک دې د حکومت او امارت د خپلواکيت ترمنځ تفکيک وکړي. تاسې ته در يادېږي کله چې د سولې ولسي حرکت ستړي مزلچيان کابل ته ورسېدل، سمدلاسه يې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هرکلي ته ورغی او د دوئ غوښتنې يې يو پر يو واورېدې.
د سولې حرکت مخامخ ولسمشر غني ته ډېرې سپينې او بربنډې خبرې وکړې، په داسې حال چې د ډيپلوماټيکو اخلاقو له مخې دغه ډول خبرې مناسبې نه وې، خو د دوئ زړونه له درد او ګيلو ډک ول. ولسمشر هم واورېدې، او هم يې ومنلې. د هغو خبرو له منځه اساسي خبره د ولسمشر له لوري له طالبانو سره د قيد و شرط پرته د سولې وړانديز و.
ولسمشر د طالبانو امير ته اعلان وکړ چې له دښتې، تر ښاره، له هغه ځايه تر افغانستان او حتی هر ځای چې غواړي مخامخ خبرو ته ورسره اماده دی. دا بيان چې د ارګ فېسبوکپاڼې ژوندی خپراوه ولسمشر پکې اعلان وکړ چې طالبان دې مخامخ خبرو ته راشي، د دوئ هره غوښتنه منل کېږي. که اساسي قانون کې بدلون راولي، که بهرنيان باسي، او حتی دا يې هم ورته اعلان کړه چې د طالبانو جنګي او افراطي ډله به د يوه سياسي قوت په توګه مني او له هر ډول امتيازاتو به يې برخمنوي.
دا خبرې ولسمشر په داسې حال کې وکړې چې د سولې ولسي حرکت چلنج ورکړ چې که تاسو خپلواکيت لرئ، مه چاته تليفون کوئ، مه له چا اجازه غواړئ او مه له چاسره سلا کوئ. ولسمشر دغه چلنج ته سينه وډبوله او په ډېر وياړ يې د خپلې خپلواکۍ ثبوت د افغانستان ولس ته وړاندې کړ. مګر کله چې د سولې ولسي حرکت ځوانانو د طالبانو لور ته مخ واړوه او د همدغسې خبرو غوښتنه يې ترې وکړه هغوئ د امريکا د پروژې تور پر غوټه کړ.
د دې حرکت غړو پر طالبانو ږغ وکړ چې ادرس مو راته مالوم کړئ چې درشو مخامخ همدغسې خبرې درسره وکړو لکه څنګه مو چې له غني سره وکړې، خو هغوئ نه ځای ورته مالوم کړ، او نه يې د دوئ غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ. بده يې لا دا چې د امريکې د جاسوسانو تور يې پر غوټه کړ. له دې دو بېلګو يې در مالومه کړئ چې حکومت خپلواکيت لري، که طالبان.
حکومت په دې کار سره ټول ملت ته خپله خپلواکي په ډاګړه او طالبانو خپله غلامي. سربېره پر دې لا بيا هم د کابل ملا مطمين او فيض ځلاند لګيا دی وايي: حکومت خپلواک نه دی، خبرې بايد له امريکې سره وشي. په دې کې تر ټولو د شرم خبره يې دا ده چې کله امريکا چېرته طالبان بمبار کړي دوئ نارې سورې جوړې کړې چې ملکيان ووژل شول، تباهي رامنځته شول، او بمبارونه وشول.
اول، خو بايد موږ پر دې باوري شوو چې روانه جګړه طالبانو پيل کړې ده. په ولسي کورونو کې طالبان پټېږي. د ولس له کورونو طالبان د سپر په توګه کار اخلي. د ولس په جامه کې طالبان پر سرتېرو بريدونه کوي. په مسجدونو کې طالبان پټېږي. په کليو کې طالبان ماينونه پټوي. د کليو له منځه طالبان پر عسکرو بريدونه کوي. له دې موږ ته ثابته ده چې د جګړې عاملين طالبان دي.
کله چې هوايي قوتونه چېرته د طالبانو پر جګړه مارانو بريدونه وکړي، حتماً پکې ولسي تلفات رامنځته کېږي، ځکه طالبان د همدغو ولسي وګړو په کورونو کې پټ وي، او له هماغه ځايه بريدونه کوي. کله چې ملکي تلفات رامنځته شي، د کابل کمپيوټري طالبان د دې پر ځای چې جګړه وغندي، د جګړې اصلي عامل ته اشاره وکړي، دوئ پر غني خوله خلاصه کړي.
ها خواته چې د طالبانو په ځانمرګو بريدونو، چاودنو او جګړو کې ملکي تلفات رامنځته شي، بيا دوئ د مکر ژبه چالانده کړي، وايي: حکومت چې سوله نه کوي، دغه ډول پېښې په رامنځته کېږي. دوئ يوار ادعا کوي چې حکومت سوله نه کوي، بيا وايي: حکومت د سولې اختيار نلري، او بيا بيرته د جګړې مسئوليت هم پر حکومت ور غورځوي.
دا نو څه ډول منطق دی چې تاسې د سولې خبرې له امريکا سره کوئ، او د امريکا د بمباريو حساب له غني غواړئ. دا قضاوت ولې دغه ډول کوئ چې سوله په امريکا پوري تړئ، د جګړې حساب له بل چا غواړئ. اول، خو حقيقت دا دی چې د جګړې او سولې مسئوليت دواړه طالبانو ته راجع کېږي، ځکه جګړه هم طالبان کوي، او سوله هم طالبان نه کوي. که د امريکا د بمبار پوښتنه له غني کوئ، بيا نو سوله هم له غني سره وکړئ.
دا څه مانا لري چې د جګړې حساب له حکومته غواړئ، د سولې خبرې له امريکې سره کوئ. پر دغه يې در اټل کړئ چې ستاسې دريځ څومره طفلانه او ماشومانه دی. تاسې څومره ذليل ياست چې نه سياسي حدود لرئ، نه، قوي منطق لرئ او نه د وطن او خلکو لپاره ملي برنامه لرئ.

Comments